کورافغانستانفراه کې په ۱۷.۵ ميليون افغانيو يو شمېر پروژې بشپړې شوې

فراه کې په ۱۷.۵ ميليون افغانيو يو شمېر پروژې بشپړې شوې

افغانستان نيوز ۲۴: د فراه عامې روغتيا رياست له لوري دغه ولايت کې د ۱۷.۵ ميليونه افغانيو په لګښت د يو شمېر لويو او کوچنيو پروژو چارې بشپړې شوې.

د دغه ولايت عامې روغتيا رييس شيخ مير صدام ويلي دغو پروژو کې د عامې روغتيا رياست ، د يونسيف او روغتيا نړيوال ادارې دفترونو، د ناستو تالارونو او مېلمستون د ودانيو او درې موټرو بيارغول، تجهيزاتو بشپړول، رنګ، برېښنا، اوداسه ځایونو ، شنو سيمو، د اوبو سيسټم او د ژورې څاه کيندل شامل دي.

نوموړي زياته کړه چې د دغه ولايت پرچمن ولسوالي کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د يوه روغتيايي مرکز رغول، د ولايتي روغتون بيارغونه،رنګ او تجهيزاتو د برابرولو چارې هم روانې دي چې ژر به بشپړې شي.

بل لور دغه ولايت کې خلک د دغو پروژو په بشپړېدو خوښ دي غوښتنه کوي چې د فراه ولايت لريو پرتو سيمو ته دې هم روغتيايي اسانتياوې برابرې شي‌.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې