
افغانستان نيوز ۲۴: د پکتيکا اطلاعاتو او کلتور رئيس محمد امين حذيفه ويلي چې د شاوخوا څلورو کلونو پرمهال د دغه ولايت مرکز او ولسواليو کې د ولسونو په همکارۍ ګڼ شمېر تاريخي اثار موندل شوي دي.
د دغه ولايت اطلاعاتو اوکلتور رياست نن « شنبه، چنګاښ ۲۸ » پر اېکس يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دغه تاريخي اثار د دې رياست انګړ کې نندارې ته وړاندې شول.
خبرپاڼه کې محمد امين حذيفه د تاريخي اثارو په موندلو او راټولو کې له خلکو د لاډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه، څو تاريخي اثار خوندي وساتل شي.
د پکتيکا سيمهييز مسولينو که څه هم د دغو تاريخي اثارو شمېر نهدی څرګند کړ خو ويلي يې دي چې دغو موندل شويو تاريخي اثار کې ډبرينې مجسمې، خاورين لوښي او د اوسپنې سکې شاملې وې.
د دغو تاريخي اثارو ليدلو ته يو شمېر راغلو خلکو خوشحالي وښوده او زياته يې کړه چې د پکتيکا اطلاعاتو او کلتور رياست د تاريخي اثارو په موندلو کې ډېرې هلې ځلې کړي دي.
دوی همداراز زياته کړه چې د دغو تاريخي اثارو په ليدلو مو تېر وختونه په ذهن کې راغلل.