کورنړۍد بښنې نړېوال سازمان، پاکستان علي وزير بې ګناه زنداني کړی دی

د بښنې نړېوال سازمان، پاکستان علي وزير بې ګناه زنداني کړی دی

افغانستان نیوز۲۴: د بښنې نړيوال سازمان په يوې اعلاميې کې ويلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ شورا غړی علي وزير د تېر يو کال راهيسې پاکستاني پوليسو پرته له کوم جرم څخه په زندان کې ساتلی دی.

‏په سویلي آسیا کې د دغه سازمان څانګې پر خپله اېکس پاڼه د علي وزير له نيول کېدو او بيا په بېلابېلو زندانونو د ګرځول کېدو جريان شريک کړی دی او ويلي يې دي چې نوموړی د تېر کال په اګست مياشت کې په ناحقه نيول شوی دی.

د دغه سازمان په اعلاميه کې راغلي چې د پاکستاني پوليسو لخوا د علي وزير پر ضد یې بنسټه او درواغ دوسيې جوړې شوې دي تر څو د 3MPO په نوم يې د بند موده په دوامداره توګه له يوې تر بلې محکمې وځنډوي

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې