کورUncategorizedهلمند کې ۱۶۵ کيلوګرامه نشه‌يي توکي نيول شوي

هلمند کې ۱۶۵ کيلوګرامه نشه‌يي توکي نيول شوي

افغانستان نيوز ۲۴: د هلمند امنیتي مسوولان وايي، امنيتي ځواکونو د دغه ولايت باغران ولسوالي کې ۱۶۵ کيلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او نيولي.

د ياد ولايت امنيې قوماندانۍ يوه خبرپاڼه کې ويلي، دوه کسانو چې غوښتل يې دغه نشه‌يي توکي يو عراده لوکسل موټر کې غور ولايت څخه موسیٙ قلعه ولسوالي ته ولېږدوي، نيول شوي دي.

دغه کسان د باغران ولسوالي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې آمريت مسولينو له‌لوري، د دغې ولسوالۍ پای‌سنګ سيمه کې نيول شوي.

چارواکو ويلي، نيول شوي کسان به له لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې