کورنړۍپه سمندر کې نوی جنګ؟ بلوچ ډلې د بحري ځواک د جوړېدو...

په سمندر کې نوی جنګ؟ بلوچ ډلې د بحري ځواک د جوړېدو اعلان وکړ!

افغانستان نيوز۲۴: د بلوچ ازادۍ غوښتونکو ډلې (Baloch Liberation Group) ادعا کړې چې د “Hammal Maritime Defence Force” په نوم یې یو نوی سمندري ځواک جوړ کړی دی. د دې ډلې په وینا، دا اقدام د دوی د نوې ستراتیژۍ برخه ده چې غواړي د سمندر له لارې هم خپل فعالیتونه پراخ کړي.

د ادعا له مخې، دغه سمندري ځواک د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۱۲مه نېټه خپله لومړنۍ حمله د جیواني سره نږدې د ګوادر په ساحلي سیمه کې ترسره کړې ده. ویل کېږي چې په دې برید کې د پاکستان بحري ځواک یوه ګزمې کښتۍ په نښه شوې او درې سمندري سرتېري وژل شوي دي.

تر اوسه د پاکستان بحري ځواک یا کومې خپلواکې او باوري سرچینې له خوا د دې پېښې رسمي تایید نه دی شوی، او دا معلومات یوازې د یادې ډلې د ادعا پر بنسټ خپاره شوي دي.

ستاسو په اند، ایا دا د سیمې د امنیت لپاره یو نوی او جدي بدلون کېدای شي

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې