
حامد کرزی: پاکستان یو ځل بیا پر کونړ او سپین_بولدک بریدونه کړي، چې له امله یې ملکي وګړو او ملي تاسیساتو ته زیانونه اوښتي دي.
نوموړي ویلي، په کونړ کې د بریدونو پر مهال د اسعدآباد پوهنتون هم په نښه شوی او د لومړنیو معلوماتو له مخې یو شمېر کسان شهیدان او یو شمېر نور، د محصلینو په ګډون، ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړې، تر دې وړاندې هم په برېکوټ کې پر مکتبونو بریدونه شوي وو، چې له امله یې زدهکوونکي له زدهکړو بېبرخې شوي دي.
کرزي دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې د پاکستان د هغې پالیسۍ برخه بللې چې په #افغانستان کې د تعلیم او پرمختګ مخه نیسي.
نوموړي له غوښتي چې دا بریدونه په جدي ډول وڅېړي، غندنه یې وکړي او د مخنیوي لپاره یې بیړني ګامونه پورته کړي
