
افغانستان نیږز۲۴: د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې (UN Committee against Torture) په خپل تازه راپور کې اندېښنه څرګنده کړې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ځورونې، بېدلیله نیونو، جبري غایبولو او بد چلند پېښې په وروستیو میاشتو کې زیاتې شوې دي.
په راپور کې ویل شوي چې د پاکستان امنیتي ادارو له لوري د افغان کډوالو پر وړاندې د زور زیاتي او غیر انساني چلند ګڼې پېښې ثبت شوې دي، چې دا د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بلل کېږي.
کمېټې له پاکستاني چارواکو په کلکه غوښتنه کړې چې د دغو ادعاوو په اړه ژر تر ژره، شفاف او بېطرفه تحقیقات ترسره کړي او د مسؤلو کسانو پر وړاندې قانوني اقدامات وکړي.
همدارنګه په راپور کې ټینګار شوی چې د کډوالو حقونه باید د نړیوالو قوانینو مطابق وساتل شي او هېڅ دولتي اداره حق نه لري چې له کډوالو سره زور زیاتی یا غیر قانوني چلند وکړي.
دغه راپور د نړیوالې ټولنې پام د افغان کډوالو وضعیت ته را اړوي او له اړوندو هېوادونو غوښتنه کوي چې د انساني حقونو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.
