کورافغانستانزلمي خلیلزاد د پاکستان د وروستیو بریدونو په اړه غبرګون څرګند کړ

زلمي خلیلزاد د پاکستان د وروستیو بریدونو په اړه غبرګون څرګند کړ

افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په اړه غبرګون ښودلی او دغه اقدام یې په کلکو ټکو غندلی دی.

خلیلزاد ویلي، چې د راپورونو له مخې په دې بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او ماشومان هم پکې وژل شوي دي.

هغه دا ډول بریدونه د منلو وړ نه بولي او وایي چې دا کړنې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې نه شي حل کولی.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان او افغانستان یو پر بل تورونه لګوي؛ اسلام‌آباد ادعا کوي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) لپاره پناه ځایونه شته، او کابل بیا پاکستان د داعش-خراسان ډلې د ملاتړ په تورونو یادوي.

هغه ټینګار کړی چې د دې کړکېچ د حل لپاره اړتیا ده څو دواړه لوري د یو رسمي هوکړه‌لیک له لارې ژمنه وکړي چې د یو بل پر ضد به د خپلو خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي، او دا بهیر دې د یوه باوري درېیمګړي په څارنه کې وشي.

خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان اوسنۍ تګلاره ناکامه ده او اوس د جدي خبرو او ډیپلوماسۍ وخت رارسېدلی دی.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې