
افغانستان نيوز۲۴: د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د بلوڅو مدني فعالانو، مارنګ بلوچ او سبغتالله شاهجي ته د ورکړل شويو عمري بندونو پرېکړه لغوه او دواړه فعالان بې له ځنډه خوشې کړي.
دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بښنې نړۍوال سازمان په باور، د کوټې د ترهګرۍ ضد محکمې له لوري د ۲۰۲۴ کال د یو لاریون په تړاو د دغو فعالانو محکومول د عادلانه محاکمې له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دي.
د یاد لاریون پر مهال د راپورونو له مخې یو امنیتي سرتېری وژل شوی و.
د جنوبي اسیا لپاره د بښنې نړۍوال سازمان سرپرستې، ایزابل لاسي ویلي، د محکمې وروستۍ پرېکړه دا اندېښنه پیاوړې کوي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد قوانین د سولهییزو اعتراضونو او مدني فعالیتونو د محدودولو لپاره کارول کېږي.
هغې زیاته کړې چې قضیه د زندان دننه او له عامه څارنې لرې څېړل شوې، او د عادلانه محاکمې معیارونه پکې تر جدي پوښتنې لاندې دی.
د نوموړې په وینا، د تورنو فعالانو پر ضد کوم مستقیم او قانع کوونکی ثبوت نه دی وړاندې شوی.
د بښنې نړۍوال سازمان همداراز ویلي چې مارنګ بلوچ د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې د یوې سولهییزې غونډې پر مهال نیول شوې وه.
د سازمان په وینا، له نیول کېدو وروسته پر هغې د ترهګرۍ ضد له شلو څخه زیاتې قضیې ثبت شوې، چې د هغې د مدافع وکیلانو لپاره یې د قانوني دفاع بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د پاکستان حکومت تر اوسه د بښنې نړۍوال سازمان د دغو څرګندونو او غوښتنو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
