کورافغانستانراشد خان فاونډیشن په کونړ کې د زلزله‌ځپلو لپاره د کورونو جوړولو...

راشد خان فاونډیشن په کونړ کې د زلزله‌ځپلو لپاره د کورونو جوړولو چارې پیل کړې


افغانستان نیوز۲۴: راشد خان فاونډیشن په کونړ ولایت کې د زلزله‌ځپلو کورنیو لپاره د استوګنیزو کورونو او د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو پروژې پیل کړې دي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د پروژو چارې د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د ودیرو په سیمه کې پیل شوې او موخه یې د زلزلې له امله زیانمنو کورنیو ته د خوندي سرپناه او پاکو اوبو برابرول دي.
د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان لپاره د راشد خان فاونډیشن مشر اصغر افغان، د افغانستان کرکټ بورډ پخواني مشر شهزاده مسعود او د بنسټ یو شمېر نورو غړو ګډون کړی و.

اصغر افغان او شهزاده مسعود ویلي، چې بنسټ به د خلکو د اړتیاوو له ارزونې وروسته د سرپناه ترڅنګ د پاکو اوبو او د ژوند په نورو اړینو برخو کې هم له اړمنو کورنیو سره د مرستې هڅې وکړي.
راشد خان فاونډیشن وايي، په پام کې لري چې په افغانستان کې خپل بشري او خیریه فعالیتونه پراخ کړي او د خوندي استوګنې، روغتیا، زده‌کړو، خوړو، پاکو اوبو او نورو اړینو برخو کې د خلکو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې دوامدارې وساتي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې