کورنړۍبلوچستان د پاکستان د تښتونو په مرکز بدل شوی؛ په یوه میاشت...

بلوچستان د پاکستان د تښتونو په مرکز بدل شوی؛ په یوه میاشت کې ۷۰ کسان تښتول شوي

افغانستان نيوز۲۴: د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو فعالیتونو پورې تړلې د تښتونو پېښې زیاتې شوې دي، چې بلوچستان تر ټولو ډېر اغېزمن شوی او یوازې د ۲۰۲۶ کال په اکتوبر میاشت کې په دغه ایالت کې ۷۰ کسان تښتول شوي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) د تازه راپور له مخې، د اکتوبر په میاشت کې په ټول پاکستان کې د وسله‌والو فعالیتونو پورې تړلو پېښو کې ۸۸ کسان تښتول شوي، په داسې حال کې چې په سپټمبر میاشت کې دغه شمېر ۷۲ تنه و.

د راپور له مخې، په یوه میاشت کې د تښتونو شمېر ۲۲ سلنه زیات شوی او بلوچستان د دغو پېښو نږدې ۸۰ سلنه برخه جوړوي.

په راپور کې راغلي، چې د تښتونو زیاتوالی په داسې حال کې دی چې په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو شمېر د سپټمبر په پرتله په اکتوبر میاشت کې ۳۷ سلنه کم شوی دی.

په دې موده کې د بریدونو شمېر له ۲۲۶ څخه ۱۴۳ پېښو ته راټیټ شوی دی.

د راپور پر بنسټ، بلوچستان د تښتونو ترڅنګ د وسله‌والو بریدونو له پلوه هم له مهمو اغېزمنو سیمو څخه دی او د دولتي چارواکو، امنیتي ځواکونو او نورو کسانو د تښتونې پېښو د دغه ایالت امنیتي وضعیت لا پېچلی کړی دی.

د تښتونو زیاتوالی د بلوچستان پر اقتصادي فعالیتونو هم د اندېښنو سیوری غوړولی دی؛ ځکه ناامني د کان‌کېندنې، سوداګرۍ، ترانسپورټ او ساختماني چارو پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کولای شي.

د PICSS د شمېرو له مخې، که څه هم د اکتوبر په میاشت کې د وسله‌والو بریدونو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی، خو د تښتونو زیاتوالی د پاکستان د امنیتي وضعیت یوه بله جدي اندېښنه بلل کېږي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې