
د افغانستان نیوز: د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم پخواني لوبغاړی ( وهاب ځاځي)، د امریکا د (G2) سياليو اتلولي وګټله. هغه د هایټي او متحده ایالاتو د سیالانو په وړاندې په دریو بریاوو سره د سرو زرو مډال وګاټه. ځاځي په ۶۸ کیلوګرامه کټګورۍ کې سیالي ترسره کړه.
ځاځی د ۲۰۲۵ کال د امریکا د (G2) د اتلولۍ عکسونه په خپل فسبوک له خلکو او رسنيو سره شريک کړي او د سرو زرو مډال ګټل يې تایید کړي دي. دا سیالۍ چې په لاس ویګاس کې ترسره شوې، د شاوخوا ۷۰ هیوادونو لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه.
وهاب ځاځی د ډېرو کلونو لپاره د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم غړی و او د هیواد استازیتوب یې کاوه.