کورلوبېراشد لطيف: راشد خان تر وسيم اکرم غوره لوبغاړی دی

راشد لطيف: راشد خان تر وسيم اکرم غوره لوبغاړی دی

افغانستان نيوز۲۴: د پاکستان کرکټ پخوانی کپتان او اوسنی مبصر راشد لطیف وایي چې راشد خان د پاکستان تر «وسیم اکرم هم ستر لوبغاړی» دی. هغه د پاکستان د جیو تلویزون په یوې خپرونې کې وویل، چې راشد خان ځکه ستر لوبغاړی دی چې په کرکټ باندې یې اغیز زیات دی، هغه وویل: « راشد تر وسیم اکرم ستر دی، وبخښئ چې دا خبره کوم،‌ خو د راشد عظمت لوی» دی.

هغه د مشورې په ډول راشد خان ته وویل: «په ټست کې هم خپله لوبډله غښتلې کړه او د پاکستان په خلاف ډېرې ټست لوبې وکړئ.»

راشد لطیف یو وخت د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی هم پاتې شوی و. راشد خان تازه په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو ډېر ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو.

وسیم اکرم د پاکستان پخوانی لوبغاړی او کپتان دی او پاکستانیان یې «د سوینګ سلطان» بولي. وسیم اکرم اوس د کرکټ نړیوال مبصر دی.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې