کورلوبېزمبابوې له ايرلېنډ سره د يوورځنۍ لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي

زمبابوې له ايرلېنډ سره د يوورځنۍ لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي

افغانستان نيوز ۲۴: د زمبابوې کرکټ ملي لوبډله د ۳ يو ورځنيو سياليو په وروستۍ لوبه کې د ایرلېنډ لوبډلې پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

ټاکل شوې چې دغه سيالي سبا « سه‌ شنبه، فبروري ۱۸» د زمبابوې په کوربه‌ توب ماسپښين ۱۲ بجې په هرارې لوبغالي کې پيل شي.

د دغې يو ورځنۍ لوبلړۍ لومړۍ لوبه د ۴۹ منډو په توپير زمبابوې او دويمه په ۶ ويکټو ايرلېنډ لوبډلې ګټلې وه.

له دې ۵۰ اوره لوبلړۍ وړاندې ايرلېنډ زمبابوې ته په يواځينۍ ټېسټ لوبه کې د ۶۳ منډو په توپير ماتې ورکړې وه.

زمبابوې او ايرلېنډ لوبډلې به د يادې يوورځنۍ لوبلړۍ وروسته ۳ شل‌اوريزه لوبې هم وکړي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې