
افغانستان نيوز ۲۴: د هسپانیا لاليګا فوټبال ليګ په ۲۴ اونۍ کې بارسلونا لوبډلې يو پر صفر رایوايکانو ته په ماتې ورکولو د دغه ليګ د جدول سرته پورته شوه.
دا لوبه چې تېره شپه ترسره شوه، د بارسلونا لپاره روبرټو لېواندډوفسکي په ۲۷ دقيقه کې د پنالټۍ په مرسته ګول وکړ او په همدې يوه ګول يې بريا خپله کړه.
د دغه ليګ دوه مخکښې لوبډلې بارسلونا او ريال ماډريډ دواړه په جدول کې ۵۱ امتيازونه لري، خو بارسلونا د ډېرو ګولونو « ۶۲ » په وهلو سره په لومړي ځای کې قرار لري.
رئال ماډرید بيا د جدول په دويم او اټلاټيکو ماډريد لوبډله د ۵۰نمرو په لرلو درېيم ځای کې شتون لري.لېواندډوفسکي په ۲۰ ګولونو سره د ياد ليګ مخکښ ګولوهونکی دی، ور پسې بيا د رئال ماډرید لوبډلې لوبغاړی ګېليان امباپې دی چې ۱۷ ګولونه لري.
د هسپانیا لاليګا ليګ کې به جمعه فبروري ۲۱ اوساسونا لوبډله له سيلتا ويګو سره لوبه کوي.
ياد ليګ کې ۲۰ لوبډلې ګډون لري او لوبې يې ۳۸ اونۍ دوام کوي. دې ليګ کې هر لوبډله دوه ځلې له يو بل سره سيالي کوي، يو ځل په خپل کورني لوبغالي کې او بل ځل هم د سيالې لوبډلې کورني لوبغالي کې.