
افغانستان نيوز۲۴: زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې له ايرلېنډ لوبډلې څخه د درېيو پنځوس اوریزو لوبو لړۍ دوه پر يو وګټله.
د دې لوبلړۍ وروستۍ سيالي نن « سهشنبه، سلواغې۳۰» د زمبابوې په کوربهتوب هرارې لوبغالي کې ترسره شوه، چې زمبابوې د نهو وېکټو په توپير وګټله.
ايرلېنډ لوبډلې د دې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د انډي بلبېرني ۶۴، لورکان ټکر ۶۱ او هري ټيکټر ۵۱ منډو پرمټ په ټاکل شويو پنځوس اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۲۴۱ منډو هدف وټاکه.
زمبابوې لپاره ريچارډ نګاراوا او ټريور ګوانډو دوه – دوه وېکټې ترلاسه کړې.
زمبابوې د ايرلېنډ لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۴۰م اور کې د يوه لوبغاړو په سوځېدو لاسته راوړ.
د دې لوبډلې انګرېزي تبعه لوبغاړي بين کرن په ۱۳۰ توپو د ۱۴څلوريزو پرمټ ۱۱۸ ناسوځېدلې منډې وکړې چې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو. د نوموړي ترڅنګ کرېګ ايروين هم ۶۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د ايرلېنډ لپاره يواځې ګراهام هيوم د يوې وېکټې په اخيستو بريالی شو.
د يادې پنځوس اوريزې لوبلړې غوره لوبغاړی برایان بينټ ونومول شو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د درېيو شلاوريزو سياليو لړۍ به د روانې فبروري مياشتې په ۲۲مه د زمبابوې په کوربهتوب پيل شي.