کورافغانستانوېټني رايټ غواړم يو ځل بيا افغانستان ته لاړه شم

وېټني رايټ غواړم يو ځل بيا افغانستان ته لاړه شم

افغانستان نيوز۲۴: د آمريکا هېواد د لوڅو فلمونو غړې وېټني رايټ په خپل انسټاګرام د افغانستان د نوؤ عکسونو خپرولو سره د ډېرو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي، هغې په خپل انسټاګرام د افغانستان پلازمېنې کابل او يو شمېر نورو ولايتونو او ځايونو لکه مزارشريف، هرات، باميان، منار څلی، افغانستان موزيم او يو شمېر تاريخي ځايونو عکسونه خپاره کړي او د خپل سفر خاطرې يې شریکې کړې دي.

رايټ د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي؛ زما د کوڅو د سر خواړه ډېر خوښېږي او ما هلته بولاني او پاپکرن ډېر وخوړل او الکوزۍ انرژي مې هم ډېره وڅښله.

هغې همدا ډول زياته کړې چې زه افغانستان ته په سياحتي وېزې تللې وم له ماسره د دغه سفر په وخت کې يو شمېر نور امريکايان او اروپايان هم وو او زه يو ځل بيا هم غواړم افغانستان ته لاړه شم او مزارشريف او هرات کې له پاتې سيمو څخه هم لیدنه وکړم.

رايټ يادونه کړې چې ما ونه شو کړلی چې غزني، کندهار او جلال اباد وګورم مګر ما غوښتل چې هغه ولايتونه هم وګورم.

بله خوا د طالبانو په حکومت ډېری خلک نیوکې کوي چې څنګه د لوڅو فلمونو غړې کولی شي د افغانستان له ډېرو ځايونو څخه ليدنه وکړي او د طالبانو وسلو سره يو ځای ولايت په ولايت هغه ډول چې رايټ يې غواړي سفر وکړي، مګر د افغان نجونو او ښځو پر مخ دې د‌ زدکړو، کار کولو او د‌ ژوند ډېرو اسانتياوو دروازې تړلې وي، خو بيا تردې دمه طالبانو بيا د خلکو يادې غوښتنې ته کوم ځواب نه دی ويلی.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې