
افغانستان نيوز۲۴: د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت، ملګري ملتونو د افغانستان څانګې په يوه اعلامیه کې ويلي، د افغان ښځو او نجونو باندې بیړنۍ پانګونه د افغانستان د راتلونکې لپاره خورا اړینه ده.
د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې ملګري ملتونو څانګې یو ځل بیا له واکمنو چارواکو غوښتنه کړې چې هغه بندیزونه لرې کړي کوم چې ښځې او نجونې د خپلو اساسي حقونو څخه محروموي.
ملګري ملتونو همدارنګه په غړو هېوادونو غږ کړی چې د افغان ښځو د غږونو پر پیاوړتیا، د دوی پر مقاومت، مشرتابه او راتلونکي کې پانګونه وکړي او یووالی په عمل بدل کړي.
د سږ کال موضوع، “حقونه، برابري او ځواکمنتیا – د ټولو ښځو او نجونو لپاره”، په افغانستان کې یوه مهمه یادونه ده، چیرې چې ښځې او نجونې له زده کړو، کار او عامه ژوند څخه په سیسټماټیک ډول ګوښه کیدو سره مخامخ دي. دا بندیزونه نه یوازې له بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان د پرمختګ مخه هم نیسي، او د ملیونونو خلکو لپاره بېوزلي او انزوا زیاتوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وویل، “د دغو سرترو ننګونو سربیره، افغان میرمنې د خپلو ټولنو مشرۍ، جوړولو او ملاتړ ته دوام ورکوي. دوی د روغتیا او خوندیتوب په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي، سوداګرۍ او مدني ټولنې اداره کوي، او په نه ستړي کیدونکي ډول د خپلو حقونو دفاع کوي. اړینه ده چې د شته او راتلونکو ننګونو د حل لپاره دوی ته مهم رول ورکړل شي. د زده کړې او کار د حقونو بیرته ترلاسه کړي او د دوی ژوند، ټولنې او د افغانستان راتلونکی د ټولو لپاره ګټور کړي.”
اوتنبایوا زیاتوي، “په افغانستان کې ملګري ملتونه د دغه هیواد ښځو او نجونو سره خپل بشپړ پیوستون ښکاره کوي او په تدریجي ډول د ټولنیز ژوند څخه د دوی د ګوښه کېدو غندنه کوي. موږ به د افغان ښځو او نجونو د مقاومت او مشرتابه په برخه کې د پانګونې لپاره په خپل ټول توان سره هر هغه څه ته دوام ورکړو، چې د یو سوکاله او ټول ګډونه افغانستان لپاره اړین دي.”
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د دفتر استازې الیسون ډیویډیان وویل: “موږ د افغان ښځو او نجونو لپاره داسې راتلونکی نشو منلی چې موږ به یې د ښځو لپاره په بل هیڅ ځای کې ونه زغمو.