
افغانستان نيوز۲۴: د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي، په افغانستان کې د شري ناروغۍ د چټک خپرېدو له امله د ماشومانو مړینه په بېساري ډول لوړه شوې، چې دوی یې ژوره اندېښمن کړي دي.
د دې سازمان د تازه راپور له مخې، د شري ناروغۍ له کبله د مړینو کچه د تېر کال په پرتله درې چنده زیاته شوې.
هلمند، بلخ او هرات هغه ولایتونه دي، چې د ناروغۍ کچه پکې تر نورو سیمو لوړه ده.
د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو استازي، میکاییل لي پای، ویلي چې د شري د مخنیوي یوازینۍ مؤثره لاره واکسین دی، او له کورنیو یې غوښتنه کړې چې خپل ماشومان باید د دغې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم د شري د چټک خپرېدو په اړه خبرداری ورکړی، او د ۲۰۲۴ کال لپاره یې په افغانستان کې د نږدې ۶۵ زره ثبت شوې پېښې یادې کړې دي.