
افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوي کال په مناسبت خپل پیغام کې یو ځل بیا د نجونو د زده کړو د بیا پیل لپاره غږ پورته کړی.
هغه هیله څرګنده کړې، چې سږ کال به د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د افغان نجونو پر مخ بیا پرانیستل شي.
کرزي د پنجشنبې په ورځ په خپل ایکس حساب ټولو افغانانو ته د نوي کال مبارکي وویله او نوروز یې د افغانستان د تاریخ او فرهنګ یوه نه جلا کېدونکې برخه وبلله.
هغه ټینګار کړی، چې د هلکانو او نجونو زده کړې د هېواد د پرمختګ لپاره حیاتي دي. نوموړي لیکلي: «هیله لرم چې دا کال د افغان نجونو لپاره د زده کړو د دروازې خلاصې شي.»
حامد کرزي نه یوازې د نجونو زده کړو ته اشاره کړې، بلکې له افغانانو یې غوښتنه کړې، چې د کرنې ترویج، اقتصادي ودې او د چاپېریال ساتنې ته هم پاملرنه وکړي.
هغه ویلي: «له خپلو ګرانو هېوادوالو غواړم، چې د پسرلي له راتګ سره د نیالګیو کرلو ته پام وکړي، د کرنې وده ته کار وکړي، او د ځمکې لاندې اوبو د ضایع کېدو مخه ونیسي.»
کرزی، چې تل یې د نجونو د زده کړو ملاتړ کړی، یو ځل بیا له طl_lب ان_و وغوښتل، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو بندیزونه لرې کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان راتلونکی یوازې د تعلیم له لارې تضمینېدلی شي.