کورلوبېد ای‌پي‌اېل اوومه لوبه؛لکناو حيدرآباد ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه

د ای‌پي‌اېل اوومه لوبه؛لکناو حيدرآباد ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه

افغانستان نيوز۲۴: د هندوستان غوره کرکټ ليګ « ای‌پي‌اېل» سياليو په لړ کې لکناو سوپر جاينټس لوبډلې د پنځو وېکټو په توپير سنرايزرس حیدر آباد ته ماته ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه تېره ورځ«پنجشنبه،مارچ۲۷مه» حيدرآباد لوبغالي کې وشوه.

لومړی توپ‌وهنه سنرايزرس وکړه او په ټاکل شويو شل اورونو کې يې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه.

د دې لوبډلې د توپ‌وهوونکو له ډلې ټراوېس هېډ ۴۷، انيکټ ورما ۳۶ او نېتېش کومار ريدي ۳۲ منډې وکړې.

د لکنو توپ اچوونکو کې شارډول ټاکور څلور او پرينس يادوف يوه وېکټ واخيسته.

د سيالۍ دويمه پاڼۍ کې لکنو لوبډلې توپ‌وهنه چټکه پيل کړه او د حيدراباد لوبډلې له‌لوري ورکړل شوی هدف يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۱۷ اور کې لاسته راوړ.

په توپ‌وهنه کې دې لوبډلې لپاره نيکولاس پوران ۷۰ او مېچل مارش ۵۲ منډې جوړې کړې.

سنرايزرس ته په توپ‌اچونه کې پت کومېنس دوه او هرشل پټېل يوه وېکټ ترلاسه کړه.

د دې سيالۍ غوره لوبغاړی شارډول ټاکور وټاکل شو.

د يادو سياليو پر دوام به نن«جمعه،مارچ۲۸مه» چينای سوپر کينګز لوبډله په خپل کورني لوبغالي کې ماښام ۶:۳۰ بجې له آر سي بي سره مخ شي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې