
افغانستان نيوز۲۴:د کرکټ نړۍوالې شورا (ICC) د یوې اعلامیې په خپرولو سره په تبعید کې د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې څخه ملاتړ څرګند کړ.
یادې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغان ښځینه لوبډلې د مالي ملاتړ په موخه به د هند، انګلستان او اسټرالیا له کرکټ بورډونو سره په همکارۍ یو ځانګړی مالي صندوق رامنځته کړي.
د اعلامیې له مخې د کرېکټ نړیوالې شورا د دې کار لپاره له وړاندې یوه ځانګړې کاري ډله جوړه کړې ده.
ای سي سي همدا ډول یادونه کړې چې د افغان ښځینه لوبډلې لپاره د روزونکو ټریننګونه، نړۍوالې اسانتیاوې کارول او نورې ځانګړې لارښوونې هم په نظر کې لري.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو په ورزش بندیز لګولی دی او ښځینه کرېکټ لوبډله هم په تبعید کې د یو شمېر افغان نجونو له لوري رامنځته شوې ده.