کورافغانستاند ملګرو ملتونو راپور: په درې اونیو کې ۱۷ افغانې مېرمنې د...

د ملګرو ملتونو راپور: په درې اونیو کې ۱۷ افغانې مېرمنې د ډیورند کرښې په کمپونو کې ماشومان زیږولي

افغانستان نيوز۲۴: د ملګرو ملتونو د تازه راپورونو له مخې، په تېرو درې اونیو کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د شړلو لړۍ بې‌سارې چټکه شوې، چې له امله یې زرګونه کورنۍ له خپلو سرپناوو بې‌برخې شوې دي.

دا وضعیت نه یوازې د دغو کورنیو ورځنی ژوند ګډوډ کړی، بلکې په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان یې له جدي بشري کړاوونو سره مخ کړي دي.

د راپور پر بنسټ، یوازې په همدې درې اونیزې موده کې لږ تر لږه ۱۷ افغانې مېرمنې د ډیورند کرښې په اوږدو کې، د کډوالۍ په سختو، غیر انساني او ناامنه شرایطو کې، ماشومانو ته زیږون ورکړی دی.

ځینې مېرمنې د لارې پر سر، او ځینې آن له هر ډول طبي اسانتیاو نشتون په سخت حالت کې زېږېدلي دي.

بشري حقونو فعالان دا حالت د ښځو او نویو زیږېدلو ماشومانو لپاره یو بېړنی بشري بحران ګڼي.

دوی ټینګار کوي چې دا ډول غیر انساني شرایط نه یوازې د روغتیایي خدمتونو نشتوالی افشا کوي، بلکې دا هم ښيي چې کډوالې مېرمنې څومره له پامه غورځول شوي او بې‌وسې پاتې شوې دي.

د کډوالو چارو نړیوال سازمان او څارونکي ادارې له پاکستان او افغانستان دواړو غواړي چې د افغان کډوالو د شړلو روان بهیر سمدستي وځنډوي، او د بشري حقونو د خوندیتوب او انساني کرامت د تامین لپاره بېړني، عملي ګامونه پورته کړي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې