
افغانستان نيوز۲۴ ؛ د جاپان حکومت نن د جمعې په ورځ په پاکستان کې د افغان کډوالو او کوربه ټولنو لکه د UNHCR د پروګرامونو ملاتړ لپاره د ۳ ملیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د جاپان حکومت پریکړه کړې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو او کوربه ټولنو ملاتړ لپاره UNHCR ته ۳ ملیون ډالر ورکړي.
دا د پام وړ مرسته، چې د جاپان د اضافي بودیجې له خوا UNHCR ته ورکړل شي ترڅو د افغان کډوالو او د دوی کوربه ټولنو ته بېړنیو مرستو چمتو کولو، روغتيا، ښځو، تاوتریخوالي مخنيوي برخه کې وکارول شي.
جاپان د UNHCR یو له لویو بسپنه ورکوونکو هیوادونو څخه دی، چې په ۲۰۲۴ کال کې په نړیواله کچه د اووم بسپنه ورکوونکي هېواد په توګه پېژندل شوی و.
له ۲۰۲۰ کال راهیسې، جاپان په پاکستان کې د کډوالو د مرستې لپاره له ۱۴.۵ ملیون ډالرو څخه ډیرې مرستې کړې دي.