کورلوبېای‌پي‌اېل؛ګجرات ډهلي ته او لکناو راجستان ته ماته ورکړه

ای‌پي‌اېل؛ګجرات ډهلي ته او لکناو راجستان ته ماته ورکړه

افغانستان نيوز۲۴: د هندوستان غوره کرکټ ليګ يا IPL سياليو په لړ کې تېره ورځ دوه سيالۍ وشوي چې لومړۍ لوبه ګجرات ټايټنز په اوو وېکټو له دهلي کپيټلز نه او دويمه لکناو سوپر جاينټس په دوو منډو له راجستان رويلز نه وګټله.

لومړۍ لوبه پرون «شنبه،وري۳۰مه» ماسپښين په احمدآباد لوبغالي کې وشوه.دې سيالي کې ډهلي د اتو لوبغاړو په سوځېدو سيالي لوبډلې ته د ۲۰۴ منډو هدف وټاکه.

توپ‌وهنه کې يادې لوبډلې لپاره ډېرې منډې ۳۹ اکشر پټېل جوړې کړې،کجرات ته په توپ‌اچونه کې پراسيد کرېشنا څلور لوبغاړي وسوځول.

ګجرات لوبډلې ياد هدف د جوش بټلر په ۹۷ ناسوځېدلو منډو د درېيو لوبغاړو په سوځېدو لاسته راوړ.

دويمه لوبه جيپور کې وشوه لومړی توپ‌وهنه لکناو سوپر جاينټس لوبډلې وکړه او په ټاکل شويو شل اورونو کې يې د ايډن مارکړم ۶۰ او ايوش بډوني ۵۰ منډو پرمټ د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۱۸۱ منډو هدف وټاکه.

راجستان ته واننېدو هسرنګا دوه لوبغاړي اوټ کړل.راجستان لوبډلې ونشوای کړی چې ياد هدف ترلاسه کړي او په ټولو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو سوځېدو ۱۷۸ منډې وکړې او په دوه منډو يې لوبه وبايلله.

د لومړۍ لوبې غوره لوبغاړی جوش بټلر او د دويمې هغې ايوېش خان وټاکل شو.

ټاکل شوې چې د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن«يکشنبه،وري۳۱مه» هم دوه لوبې کېږي.لومړۍ لوبه به مولان پور کې د پنجاب کينګز او رويال چيلنجرز بنګلورز ترمنځ وي، دويمه هغه کې به ممبی‌انډينز وانکيډې کې د چينای سوپر کينګز پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.

د يادو سياليو د نومرو په جدول کې ګجرات لومړی،ډهلي دويم او پنجاب درېيم ځای لري.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې