
افغانستان نيوز۲۴: د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې بلاخره له پرلپسې ماتو وروسته افغان اوپنر رحمانالله ګربز ته چانس ورکړ. نوموړی نن د جنوبي افریقا لوبغاړي ډيکاک پر ځای د لوبډلې یوولس کسیز نوملړ ته شامل شوی دی.
په دې وروستیو کې د کلکتې لوبډلې د پرلهپسې ناکامیو له امله د دوی پر روزنیز ټیم سختې نیوکې وشوې، چې ولې رحمانالله ګربز ته فرصت نه ورکول کېږي. همداراز، په ټولنیزو رسنیو ګڼو هندي کاروونکو هم پرلهپسې غوښتنه کړې وه چې ګربز دې ولوبېږي.
دا د روان آیپياېل سیالیو کې د ګربز لومړۍ لوبه ده، چې له شک پرته به له فشار سره مخ وي، خو د ده د ثابت افغان اوپنر په توګه د تجربې له مخې تمه ده چې ښه ځلنده لوبه وکړي.
د یادونې ده چې د ګجرات ټایټانز توپ اچونه هم پیاوړې بلل کېږي، خو افغان مینهوال هیله لري چې ګربز به د هغوی پر وړاندې ښه پیل وکړي. نننۍ لوبه ځانګړې بڼه لري، ځکه چې دوه افغان لوبغاړي ــ راشد خان او رحمانالله ګربز ــ د یو بل پر وړاندې سیال دي.