
افغانستان نيوز۲۴: د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (ای ار سي) خبرداری ورکړی، چې د امریکا د بشردوستانه مرستو له کمېدو وروسته د افغانستان ۲۳ میلیونه وګړي د لوږې، ناروغیو او بېثباتۍ له جدي ګواښ سره مخامخ دي. دغه بنسټ خبرداری ورکوي، چې که اړینې مرستې ونه شي نو ستر ناورین پر لاره دی.
یاده کمېټه په خپل یوه تازه راپور کې وايي، چې د دغو مرستو کموالی د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېر زیات منفي اغېز پر هغو زیان منونکو خلکو کړی، چې تر ټولو زیاتې اړتیاوې لري.
د ژغورنې نړۍوالې کمېټې چې له ۱۹۸۰مې لسیزې راهیسې یې له افغانانو سره حیاتي مرستې کړي دي، وايي اوس د دوی ډیری پروګرامونه ټکني او د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.
د امریکا د بودیجې له کمېدو سره، دغه اداره اړ شوې چې یو شمېر ژغورونکي خدمتونه او پروګرامونه وځنډوي.