کورلوبېای‌پي‌اېل ۴۸لوبه؛ کلکتې په ۱۴ منډو ډيلي ماته کړه

ای‌پي‌اېل ۴۸لوبه؛ کلکتې په ۱۴ منډو ډيلي ماته کړه

افغانستان نيوز۲۴: د هندوستان غوره ليګ يا ای‌پي‌اېل سياليو په لړ کې کلکته‌نايټ‌رايډرز لوبډلې د ۱۴ منډو په توپير خپلې سيالې ډيلي کپيټلز لوبډلې ته ماته ورکړه.

دغه سيالي نن شپه «سه‌شنبه،اپرېل۲۹مه» ډيلي لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه ډيلي وګټله او د توپ‌اچونې پرېکړه يې وکړه.

کلکتې لوبډلې لوبه چټکه پيل کړه او په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۲۰۵ منډو هدف وټاکه.دې لوبډلې ته توپ‌وهنه کې انګکريش راګوونشي ۴۴,رېنکو سېنګ ۳۶، سنیل نارين ۲۷ او رحمان الله ګربز ۲۶ منډې وکړې.

ډيلي ته توپ اچونه کې مېچل‌سټارک ۳، اکسر پټېل او ويپراج نکم دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.ډيلي کپيټلز لوبډلې د هدف په ځواب کې د فاف ډوبليسي ۶۲ او اکسر پټېل ۴۳ منډو پرمټ د ۹ نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۰ منډې وکړې او په ۱۴ منډو يې ماته ومنله.

د کلکتې د توپ‌اچوونکو له ډلې سونيل نارين درې ، وارون چکراواتي دوه او ويبهو ارورا يوه وېکټ ترلاسه کړه.د لوبې غوره لوبغاړی نارين ونومول شو‌.

د ای‌پي‌اېل د نمرو په جدول کې آر سي بې د ۱۴ نمرو په لرو لومړی ممبی‌اينډينز او ګجرات ټايټنز د ۱۲ نمرو په لرلو سره دويم او درېيم ځای کې قرار لري.

د يادو سياليو پر دوام سبا چهارشنبه اپرېل ۳۰مه ماښام ۶نيمې بجې چينای سوپر کينګز له پنجاب کينګز سره سيالي کوي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې