کورلوبېای‌پي‌اېل ۵۶مه سيالي؛ ګجرات په درېيو وېکټو ممبی ماته کړه

ای‌پي‌اېل ۵۶مه سيالي؛ ګجرات په درېيو وېکټو ممبی ماته کړه

افغانستان نيوز۲۴: د هندوستان غوره ليګ يا ای‌پي‌اېل سياليو په لړ کې تېره شپه کجرات ټايټنز لوبډلې د درېيو وېکټو په توپير ممبی‌اينډينز ته ماته ورکړه.

دې بريا سره کجرات د دغو سياليو د نمرو جدول کې له دويم ځای څخه اول ته مخته تګ وکړ.

دا لوبه «سه‌شنبه‌اپرېل ۶مه» وانکيډي لوبغالي کې ترسره شوه.دې لوبه کې ممبی ټاکل شويو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو د ويل جاکس ۵۳ او سوريا کومار يادوف ۳۵ منډو پرمټ سيالې لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

کجرات ته توپ‌اچونه کې سای‌کيشوري دوه،راشد خان او ارشد خان يوه-يوه وېکټ ترلاسه کړه.

کجرات ټايټنز لوبډلې د هدف لاسته راوړولو په موخه لوبه پيل کړه خو د څو اورونو وروسته لوبه د باران له امله ودرېده.

د لوبې اورونو ۱۹ او هدف له ۱۵۵ نه ۱۴۷ منډو ته راکم شو.کجرات لوبډلې له ورښت ورسته خپلې توپ‌وهنې ته دوام ورکړ،دې لوبډلې ته په وروستي اور کې ۱۵ منډې پکار وې.

د ګجرات لوبغاړي جيرالډ ګودزې دغه منډې لاسته راوړې او لوبه يې په خپل نوم کړه.د ګجرات توپ‌وهونکو له ډلې شوبمن ګېل ۴۳، جوش بټلر ۳۰ او وروستيو کې ګودزې ۱۲ منډې وکړې.

ممبی‌اينډينز ته جسپرټ بومرا،اشواني کمار او ټرينټ بولډ دوه- دوه لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی شوبمن ګېل ونومول شو.د اي‌پي‌اېل سياليو د نمرو په جدول کې ګجرات لومړی،ار‌سي‌بي دويم پنجاب درېيم او ممبی څلورم ځای کې شتون لري.

د هندوستان غوره ليګ سياليو پر دوام به نن « چهارشنبه، اپرېل۷مه» کلکته نایټ رايډرز له چينای سوپر کينګز سره مخ شي.ټاکل شوې دا لوبه ماښام ۶:۳۰ پيل شي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې