کورنړۍشهباز شریف: د هند برید ته مو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ

شهباز شریف: د هند برید ته مو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ

افغانستان نيوز۲۴: د پاکستان لومړي وزیر د دغه هېواد پارلمان ته د وینا پر وخت وويل، چې د هند د تېرې شپې برید ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی او د هند پنځه الوتکې یې رانسکورې کړې. نوموړی وايي، هېواد یې په پهلګام برید کې لاس نه درلود، خو هند یې غچ له بې ګناه پاکستانیانو واخیست.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، هند د شپې په تیاره کې “بزدلانه” برید وکړ؛ خو پاکستاني ځواکونو یې په غبرګون کې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ.
نوموړی وايي، د هند هوايي ځواکو تېره شپه د پاکستان په شپږو ښارونو باندې برېدونه وکړل او په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړي ووژل شول. «تېره شپه داسې نه وه، چې موږ خبر نه وو، هره لحظه موږ خبر وو، چې د دوی ناپاکه پلانونه څه دي. دوی تېره شپه د پاکستان په شپږو ځایونو او ښارونو باندې هندي الوتکو بریدونه وکړل.»
نوموړي د خپلې وینا پر مهال ادعا وکړل، چې تېره شپه یې د‌پاکستان پنځه جېټ الوتکی رانسکورې کړې دي.« د پاکستان ځواکونه په بشپړ ډول چمتو وو، زموږ الوتکې د پاکستان له حریم څخه نه دې وتلي او موږ د دوی پنځه الوتکې را نسکورې کړې. زموږ سره خدای پاک مل او تردې بل لوړ عزت به په څه کې وي.»
نوموړی وايي، د هند د برید پرمهال د هغوی د پنځو الوتکو په رانسکوریدو سره یې هند ته ځان د یو اټومي ځواک په توګه څرګند او خپل دوست هېوادونو ته یې وښودل چې په بد حالت کې ورسره مرسته کولی شي.
شریف د خپلو خبرو پرمهال د هند ادارې لاندې د کشمیر د پهلګام سیمې په برید کې د پاکستان لاس لرل رد وي او وايي، د یاد برید په اړه د هند ټول تورونه بې اساسه دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې