کورافغانستاند هرات لاسي شیشې د  لومړي ځل لپاره امریکا او اروپا ته...

د هرات لاسي شیشې د  لومړي ځل لپاره امریکا او اروپا ته صادرې شوې

افغانستان نیوز۲۴: د لومړي ځل لپاره د هرات ۵۰۰ دانې دودیزې او لاسي شیشې د ښکلا، مینیاتوري نقاشۍ او لوړ کیفیت تر پخلي وروسته امریکا او اروپایي هېوادونو ته صادرې شوې.

د هرات شیشې د خپل شفاف رنګ، لاسي نقاشیو او تاریخي ارزښت له امله د نړیوالو بازارونو پام ځان ته رااړولی دی.

د دې استولو شوې محمولې ارزښت نږدې درې لکه افغانۍ اټکل شوی دی.

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وايي، د شیشه‌سازی صنعت د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي.

د هرات لاسي شیشه‌جوړونه، چې څو سوه کلن تاریخ لري، د افغانستان له مهمو، پېژندل شویو او د شهرت وړ لاسي صنعتونو څخه شمېرل کېږي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې