
افغانستان نیوز۲۴: د لومړي ځل لپاره د هرات ۵۰۰ دانې دودیزې او لاسي شیشې د ښکلا، مینیاتوري نقاشۍ او لوړ کیفیت تر پخلي وروسته امریکا او اروپایي هېوادونو ته صادرې شوې.
د هرات شیشې د خپل شفاف رنګ، لاسي نقاشیو او تاریخي ارزښت له امله د نړیوالو بازارونو پام ځان ته رااړولی دی.
د دې استولو شوې محمولې ارزښت نږدې درې لکه افغانۍ اټکل شوی دی.
د هرات سیمهییز چارواکي وايي، د شیشهسازی صنعت د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي.

د هرات لاسي شیشهجوړونه، چې څو سوه کلن تاریخ لري، د افغانستان له مهمو، پېژندل شویو او د شهرت وړ لاسي صنعتونو څخه شمېرل کېږي.
