
افغانستان نيوز۲۴: د ۲۰۲۶ کال د سولې نوبل جایزه د سویلي افریقا حقوقپوهې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ عالي کمېشنرې، ناوې پيلې (Navi Pillay) ته ورکړل شوه.
د ناروې د نوبل کمېټې د اکتوبر په ۹مه اعلان وکړ چې پيلې ته دا جایزه د سولې او نړیوالو قوانینو د پیاوړتیا لپاره د هڅو په درناوي ورکول کېږي.
۸۵ کلنې ناوې پيلې د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې د بشري حقونو او نړیوال عدالت په برخو کې فعالیت کړی دی.
نوموړې د سویلي افریقا په محکمو، د روانډا لپاره د نړیوالې جنایي محکمې او د جرمونو نړیوالې محکمې د قاضي په توګه دندې ترسره کړې دي. هغې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرې په توګه هم کار کړی دی.
پيلې تر دې وروستیو پورې د فلسطین د اشغال شویو سیمو په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواک نړیوال تحقیق د کمېسیون مشري هم کوله. د نوموړې په مشرۍ کمېسیون په غزه کې د نسلوژنې په اړه په خپل راپور کې اسرائیل تورن کړی و؛ اسرائیل دغه پایلې رد کړې دي.
د نوبل کمېټې ویلي چې د نړیوالو قوانینو پیاوړتیا د سولې، عدالت او د شخړو د سولهییز حل لپاره بنسټیز اهمیت لري.
ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶ کال د سولې نوبل جایزه د ډسمبر په ۱۰مه د ناروې په پلازمېنه اسلو کې د مراسمو په ترڅ کې ورکړل شي.
