کورافغانستانکابلوف: د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به د مسکو فارمت په...

کابلوف: د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به د مسکو فارمت په غونډه کې مطرح شي

راپور: باخترۍ ځلاند
افغانستان نيوز۲۴: د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د افغانستان لپاره، ضمیر کابلوف، ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستی کړکېچ به د مسکو فارمت په راتلونکې غونډه کې مطرح شي.

کابلوف د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، مسکو چمتو دی چې د مسکو فارمت له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل او یوه «معقول جوړجاړي» لپاره د دواړو لورو ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړي.

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د مسکو فارمت اتمه غونډه د اکتوبر په ۵مه په مسکو کې ترسره شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، پاکستان، ایران، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د غونډې اصلي بحثونه به د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره د مبارزې او د سیمه‌ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا متمرکز وي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان پلاوي مشري به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کوي، په داسې حال کې چې پاکستان به د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ پلاوی ورولېږي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستی کړکېچ د غونډې له مهمو مطرح کېدونکو موضوعاتو څخه بلل شوی دی.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې