کورافغانستانکرزی: د نجونو د زده‌کړو دروازې باید ژر پرانیستل شي

کرزی: د نجونو د زده‌کړو دروازې باید ژر پرانیستل شي

Hamid Karzai Facebook page

افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نجونو پر پیاوړتیا او زده‌کړو د لاسرسي پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هېواد پرمختګ د نجونو له زده‌کړو او علمي وړتیاوو سره تړلی دی.

کرزي په خپل پیغام کې ویلي، د نجونو نړیواله ورځ نړیواله ټولنه د نجونو پر وړاندې د درنو مسؤولیتونو متوجه کوي او ټینګار یې کړی چې د هلکانو ترڅنګ باید د نجونو پیاوړتیا هم له پامه ونه غورځول شي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره باید د نجونو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هغوی ته د زده‌کړو ټول فرصتونه برابر کړي، څو د لوړو زده‌کړو له بشپړولو وروسته وکولای شي د خپل ولس او هېواد په خدمت کې ونډه واخلي.

کرزي هیله څرګنده کړې چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي، څو نجونې د خپلې پوهې، تخصص او مهارتونو له لارې د افغانستان په پرمختګ کې ونډه واخلي.

هغه همداراز ویلي، د افغانستان خلک د خپل لرغوني فرهنګ او ښځو او نجونو ته د درناوي له مخې، په کورنیو او نړیوالو غونډو کې د هغوی پر مقام، بریاوو او زړورتیا ویاړي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې