کورنړۍخلیلزاد: پوځ د پاکستان پر وېش غور کوي؟

خلیلزاد: پوځ د پاکستان پر وېش غور کوي؟

افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پوښتنه کړې، چې ایا د پاکستان پوځي مشرتابه غواړي د هېواد د ایالتونو شمېر زیات کړي، څو د پراخ ولسي ملاتړ لرونکی سیاسي اپوزیسیون کمزوری او پر هېواد خپل سیاسي نفوذ پیاوړی کړي.

خلیلزاد د «اکانومېسټ» مجلې د یوې تحلیلي لیکنې په تړاو دا پوښتنه مطرح کړې او ویلي یې دي، چې د مجلې د تحلیل له مخې، د پاکستان د پوځي مشرتابه په اړه دا ډول احتمال مطرح شوی دی.

په پاکستان کې د نویو ایالتونو د جوړولو موضوع له سیاسي او اداري پلوه حساس بحث دی. د دې طرحې احتمالي اغېزې او د سیاسي موخو په اړه راپورته شوې پوښتنې لا هم د بحث وړ دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې