کورنړۍټرمپ: باید مې اته د سولې نوبل جایزې ګټلې وای

ټرمپ: باید مې اته د سولې نوبل جایزې ګټلې وای

افغانستان نيوز۲۴: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د نوبل جایزې نه ګټلو په غبرګون کې د جایزې پر بنسټ نیوکه کړې او ادعا یې کړې، چې د اتو جګړو په درولو کې یې رول لوبولی او باید د دې لاسته راوړنو له امله یې څو ځله د سولې نوبل جایزه ګټلې وای.

ټرمپ ویلي، د نوبل جایزې بنسټ په دې پرېکړې سره خپل اعتبار زیانمن کړی او د جایزې د ګټونکي د ټاکلو پر څرنګوالي یې نیوکه کړې ده.

نوموړي د هغو شخړو یادونه کړې چې د ده په وینا، د هواري لپاره یې هڅې کړې دي.
په دې لړ کې یې د هند او پاکستان، کمبوډیا او تایلنډ، کوسوو او سربیا، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او روانډا، مصر او ایتوپیا، ارمنستان او اذربایجان او ایران او اسراییلو ترمنځ شخړې یادې کړې دي.

ټرمپ همداراز ویلي، چې د روسیې او اوکراین جګړې او له ایران سره د امریکا د شخړې د پای ته رسولو هڅې به هم وکړي.

خو د دغو شخړو د بشپړ پای ته رسېدو او په هواري کې د ټرمپ د رول په اړه د نوموړي ادعاوې باید له خپلواکو سرچینو سره وارزول شي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې