
افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې په خیبر پښتونخوا کې د منتخب حکومت نسکورول به سیاسي بېثباتي زیاته کړي او د پاکستان پر امنیتي وضعیت به منفي اغېز وکړي.
خلیلزاد په خپله شننه کې ویلي، د منتخب حکومت نسکورول به د سیمې د خلکو نارضایتي او ناامني زیاته کړي او په خیبر پښتونخوا او ټول پاکستان کې به امنیتي وضعیت نور هم خراب کړي.
د هغه په باور، د سیاسي تشې رامنځته کېدل به تحریک طالبان پاکستان (TTP) ته د نویو غړو د جذب او خپلو فعالیتونو د پراخولو زمینه برابره کړي.
نوموړي همداراز اټکل کړی چې له دې وضعیت سره تړلې بېثباتي به د پښتنو بېلتون غوښتونکو غورځنګونو ته د پیاوړتیا فرصت برابر کړي.
خلیلزاد ویلي، دغه تحولات به د پاکستان سیمهییزو سیالانو ته هم فرصت ورکړي، څو له هغو ډلو سره خپل ملاتړ زیات کړي چې د پاکستان امنیتي بنسټونه او ستراتیژۍ ننګوي؛ هغه څه چې د ده په اند، د پاکستان امنیتي بنسټونه به له نورو ننګونو سره مخ کړي.
نوموړي زیاته کړې، د دې مداخلې طراحان ښايي هڅه وکړي چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان سیاسي ملاتړ کمزوری او د هغه پلویان سره ووېشي؛ خو خبرداری یې ورکړی چې دا تګلاره ښايي د افراطي ډلو د پیاوړتیا لامل شي.
د خلیلزاد په وینا، دا اقدام به په لوېدیځ کې د پاکستان نړیوال اعتبار ته هم زیان ورسوي او د دغه هېواد د سیاسي نظام په اړه به د اقتدارپالنې تصور پیاوړی کړي.
خلیلزاد په پای کې عمران خان، د هغه پلویان او نور ډیموکراتیک ځواکونه هڅولي چې د دې وضعیت پر وړاندې اغېزمنه او بدیله ستراتیژي جوړه کړي.
