
افغانستان نيوز۲۴: د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) ادعا کړې، چې د دې ډلې د «قهر» په نوم ډرون واحد د بلوچستان په سوراب، خاران او قلات سیمو کې د پاکستان پر پوځ درې بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د ۷ سرتېرو د وژل کېدو او د څو نورو د ټپي کېدو ادعا شوې ده.
د یادې ډلې ویاند جیئند بلوچ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د اکتوبر په ۲۶مه د سوراب په تارکي ډیم سیمه کې د پوځ پر یوه کمپ ۹ ډرون بریدونه شوي، چې د هغه په وینا، د پوځ اکمالاتي او امنیتي پوستې په نښه شوې دي.
د اعلامیې له مخې، د اکتوبر په ۲۹مه د خاران په پتکن سیمه کې د پوځ پر یوه مرکزي کمپ د لارښوول کېدونکو ډرونونو بریدونه شوي، چې په ترڅ کې یې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي.
BLA همداراز ادعا کړې، چې د اکتوبر په ۳۰مه د قلات په رودینجو سیمه کې د پوځ پر یوه کاروان د ډرون بریدونو او ورپسې د ځمکني برید په ترڅ کې پنځه سرتېري وژل شوي او دوه پوځي موټرونه سخت زیانمن شوي دي.
د ډلې ویاند ویلي، چې په دغو بریدونو کې د پاکستان پوځ ته درانه ځاني، مالي او لوژستیکي زیانونه اوښتي دي.
تر اوسه د پاکستان پوځ یا خپلواکو سرچینو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي. د بریدونو د څرنګوالي او د مرګژوبلې د شمېر خپلواکه تایید هم نه دی شوی.
