
افغانستان نيوز۲۴: افغان ښځینه کرکټ لوبډلې مشرې فرېبا هوتک په خپله فېسبوک پاڼه د افغان ښځينه کرکټ لوبډلې د يوې بلې لوبې د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
هوتک يادونه کړې چې نن ورځ ۷:۰۰ بجې به د ځايي يوه کلب( MCG) سره يوه دوستانه لوبه ترسره کړي.
تردې لوبې مخکې په جلاوطنۍ کې افغان ښځينه کرکټ لوبډلې ۳ شل اوریزه لوبې ترسره کړي چې د هغو لوبو لړۍ يې د بورډ اکسي لوبډلې څخه ۲ـ۱ ګټلې وې.
پخواني ولسمشر حامدکرزی د افغان ښځينه کرکټ لوبډلې بېرته ميدان ته راتګ ته خوښي ښودلې وه.