
افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د کرکټ سیالي روانه ده، او زرګونه افغان مینوال خپله د کرکټ ملي لوبډله په لوبغالي کې له نژدې ګورو او ښه لوبې کولو ته يې هڅوي.
افغانان د خپلو اتلانو د ملاتړ لپاره لوبغالي ته ورغلي، خو تر ټولو زړه راښکونکې شېبه د یوې افغانې ماشومې ظهور و، چې له یوه ځانګړي پیغام سره راغلې وه.
دې ماشومې پر کاغذ لیکلي: “تعلیم زما حق دی، زه غواړم زده کړې وکړم او ډاکټره شم.”
د دې کوچنۍ نجلۍ دا پیغام د میلیونونو هغو افغانو نجونو د هیلو استازیتوب کوي، چې د زده کړو حق څخه محرومې شوې دي.
د لوبې نندارچیانو دا صحنه د هیلې او مقاومت یو ځواکمن انځور وباله، چې د کرکټ له میدان څخه د تعلیم غږ پورته کوي.