کورافغانستانپه کابل هوایي ډګر کې یو ایرانی د هیروئینو د قاچاق په...

په کابل هوایي ډګر کې یو ایرانی د هیروئینو د قاچاق په تور ونیول شو

افغانستان نیوز۲۴: د طالبانو د سرحدي ځواکونو ویاند ویلي، چې یو ایرانی وګړی یې په کابل هوایي ډګر کې د څه باندې څلور کیلوګرامه هیروئینو د قاچاق په تور نیولی دی.

عابدالله فاروقي نن پنجشنبه د جولای په ۱۷ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دي دغه ایرانی وګړی یې هغه مهال ونیو چې هڅه یې کوله څه باندې څلور کیلوګرامه هیروئین د کابل له نړیوال هوايي ډګره استانبول ته قاچاق کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د دوی ځواکونه چمتو دي او تل یې د قاچاقچیانو پلانونه له پیله شنډ کړي دي.


اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې