
افغانستان نيوز ۲۴: لسم پړاو شپږیزه کرکټ ليګ نن شنبه د يو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال د کابل کرکټ لوبغالي کې پيل شوې.د دغو سياليو په لومړۍ ورځ دوه لوبې وشوې چې پکې آمو نهنګانو د شپږو وېکټو په توپير بست ساتونکو ته او مس عینک اتلانو په څلورو وېکټو سپین غر زمریانو ته ماته ورکړه.
لومړۍ لوبه کې چې سهار مهال ترسره شوه، بست ساتونکو لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د محمد اکرم ۶۴ منډو پرمټ سيالې لوبډلې ته د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه چې امو نهنګانو ياد هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو د عمران مير ۸۴ ناسوځېدلو منډو پرمټ لاسه راوړ.

دويمه لوبه چې ماسپښين ترسره شوه، پيل سپين غر وکړه او په ټاکل شويو شل اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو د عجاز احمدزي ۷۵ منډو پرمټ مس عینک ته د ۱۵۱ منډو هدف وټاکه چې مس عينک لوبډلې ياد هدف د وفيالله ترهخېل ۴۵ منډو پرمټ د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په وروستي اور کې لاسته راوړ.

د لومړۍ لوبې غوره لوبغاړی عمران مير او د دويمې مجيب الرحمن ونومول چې په څلورو اورونو کې يې ۱۴ منډې ورکړې وې او درې لوبغاړي يې سوځولي وو.
د يادو سياليو پر دوام سبا « يکشنبه، چنګاښ ۲۹مه » به بند امير ښاماران له مس عينک اتلانو سره او بست ساتونکي لوبډله به له سپين غر زمریانو سره د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.
شپږیزه ليګ کې ټولې پنځه لوبډلې ګډون لري چې له پایلوبې پرته به پکې ۲۰ لوبې وشي.