کورافغانستاند پولیسو ځانګړو قطعاتو منسوبین د رسمي یونیفورم پر اغوستو مکلف شول

د پولیسو ځانګړو قطعاتو منسوبین د رسمي یونیفورم پر اغوستو مکلف شول

افغانستان نیوز۲۴: د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ځانګړو قطعاتو مشرتابه ټولو نظامي مسوولانو او منسوبینو ته هدایت کړی، چې د دندې د اجرا پر مهال دې له ځانګړي رسمي یونیفورم څخه استفاده وکړي.

په یوې اعلامیه کې چې د یادو قطعاتو له رسمي اېکس‌پاڼې خپره شوې، راغلي چې د وزارت د مشرتابه د تازه پرېکړې له مخې، ټول پرسونل مکلف دي چې خپل رسمي دنده‌ییز لباس واغوندي.

سرچینې لیکلي: «یاده پرېکړه د ځانګړو قطعاتو د رهبرۍ په وروستۍ غونډه کې شوې، او موخه یې د انضباط، یووالي او مسلکي نظم ټینګښت دی.»

د پولیسو ځانګړي قطعات د هېواد له مهمو امنیتي جوړښتونو څخه شمېرل کېږي، چې د مهمو نظامي او استخباراتي ماموریتونو د اجرا مسؤلیت لري.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې