
افغانستان نیوز۲۴: کابل، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر ۱۰مه – د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت، یوناما ټینګار وکړ چې بشري حقونه د ژوند بنسټیزې اړتیاوې دي.
په افغانستان کې ښځې او نجونې لا هم په زدکړه، کار او عامه ژوند کې محدودیتونو سره مخ دي.
جورجیټ ګانیون، د یوناما د چارو مشرې، وویل: “بشري حقونه اختیاري نه دي. د ښځو او نجونو زده کړه، کار او ټولنیز ګډون د افغانستان د بیا رغونې لپاره حیاتي دي.”
فیونا فریزر د ملګرو ملتونو استازې هم څرګنده کړه: “بشري حقونه باید د افغانستان د پرمختګ په لاره کې مرکزي ځای ولري او د بقا او امید ترمنځ د یوه پل په توګه عمل وکړي.”
یوناما ټولو اړخونو ته غږ کوي چې د بشري حقونو ژمنې تازه کړي او د یوه خوندي، عادلانه او پرمختللي افغانستان لپاره کار وکړي.
