
افغانستان نیوز۲۴: د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي مرستيال ملا برادر له خوا نن په اقتصادي ناسته کې د کونړ له سینده د درونټې بند ته د اوبو د انتقال طرحه په رسمي ډول تائید شوه، چې د اوبو د مدیریت، برېښنا تولید او کرنیز پرمختګ په برخه کې یو مهم او ستر ګام بلل کېږي چې په ټولنيزو رسنیو کې هم د خلکو تود هر کلي سره مخ شوی دی.
بله د پاکستان د بلوچستان ايالت يو وزير جان اچکزي بيا په خپله اېکس پاڼه د افغانستان لپاره دا خبر د اندیښنې وړ اقتصادي پرمختګ بللی دی.
جان اچکزي يادونه کړې چې دغه سيند اړولو سره به پښتونخوا ته د اوبو تګ کم او پښتونخوا به ډېره اغېزمنه شي.
اڅکزي ورته ډول ويلي چې د طالبانو له خوا د اوبو اړول د هند څخه د کتاب کاپي کول دي.
