
افغانستان نيوز۲۴: نن د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ليدلي او د دوه اړخيزو اړيکو اړوند خبرې يې کړې دي.
د طالبانو بهرنيو چارو وزارت وياند په خپله اېکس پاڼه ليکلي: «په دې ناسته کې د افغانستان او متحده ایالتونو د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، فرصتونو او ستونزو هر اړخیزې خبرې وشوې.»
متقي ويلي، څه باندې څلور کاله وړاندې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او جګړې له پای وروسته، د افغانستان اسلامي امارت او امریکا متحده ایالتونو تعامل عملاً نوي پړاو ته داخل شوی.
امیر خان متقي زیاته کړه، چې په ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا فرصتونه شته چې د دوامداره خبرو له لارې پرې کار کېدلای شي. زلمي خلیلزاد په خپل وار په افغانستان کې ډاډمن امنیت او د بیارغونې په برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل.
د متحده ایالتونو پخواني استازي هم پر خپل وار د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړوندو موضوع ګانو خبرې اترې مهمې وبللې او د دوه اړخیزو ناستو په دوام یې ټینګار وکړ
