کورافغانستانمنظور پشتين: ۲۰۲۵ م کال په پښتنو افغانانو د پنجاب د ظلمونو...

منظور پشتين: ۲۰۲۵ م کال په پښتنو افغانانو د پنجاب د ظلمونو لاندې تېر شو

افغانستان نيوز۲۴

کال ۲۰۲۵ د پښتنو لپاره د تاوتریخوالي، ناامنۍ او بشري زیانونو له پلوه تر ټولو دردمن کال وو.
د پښتونخوا په بېلابېلو غرنیو او سرحدي سیمو کې د پوځي عملیاتو، هوايي بریدونو او ځمکنیو نښتو له امله ملکي وګړو ته انساني زیانونه اوښتي دي.
د راپورونو له مخې، د یاد کال په اوږدو کې په ګڼو سیمو کې پر استوګنیزو کورونو د ډرون بریدونه، د هاوان مرمۍ، جېټ بمبارۍ او ځمکني ماینونه کارول شوي، چې له امله یې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري له مستقیم ګواښ سره مخ شوي دي.

سربېره پر دې، په ځینو کلیو او ښارګوټو کې د نامعلومو وسلوالو له‌خوا هدفي وژنې او د پوځي او امنیتي ځواکونو عملیات هم ثبت شوي دي.

په همدې لړ کې، د پښتون ژغورنې تحریک (PTM) اړوند فعالان او مشران د نیونو، چاپو او قضایي محدودیتونو سره مخ شوي دي. د بشري حقونو سرچینې وایي چې یو شمېر سیاسي فعالان لا هم تر اوسه بې‌درکه دي، او د هغوی د برخلیک په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

په ۲۰۲۵ کال کې د پښتنو یو شمېر پېژندل شوي دیني او سیاسي شخصیتونه، چې پکې مفتي منیر شاکر، مولانا خانزیب او نور شامل دي، په بېلابېلو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا پېښې د سیمه‌ییزو خلکو ترمنځ د اندېښنې او غم فضا جوړه کړې ده.

راپورونه ښيي چې د تیراه، چارمنګ، میرعلي او جاني‌خېل سیمې نږدې ټول کال د پوځي عملیاتو تر فشار لاندې وې، چې له امله یې زرګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې.

عین حال کې، د تورخم او چمن په ګډون پر یو شمېر لارو د ښځو او ماشومانو جبري ایستل او بې‌ځایه کېدل هم ثبت شوي دي.

د سیاسي خوځښتونو استازي وایي، سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال پیل د یو شمېر غړو د وژل کېدو او نیونو له امله له درنو احساساتي شېبو سره مل و، خو یاد تحریک خپله مبارزه روانه ساتلې او د ولسي ملاتړ پر بنسټ یې د عدم تشدد دریځ ته دوام ورکړی دی.

د تحریک مشران ټینګار کوي چې روان وضعیت د زغم، حوصلې او دوامدارې هڅې غوښتنه کوي، او د لنډمهالو فشارونو پر ځای باید پر اوږدمهاله مبارزه تمرکز وشي.

هغوی له ولس څخه غواړي چې د وېرې پر ځای، پر شعوري یووالي او مدني مقاومت باور وساتي.

د بیان په پای کې د دې هیله څرګندونه شوې چې د ظلم، تاوتریخوالي او بې‌عدالتۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره دې د ولس اراده لا پیاوړې شي، او د سیمې خلکو ته دې د سولې، عدالت او انساني کرامت فضا برابره شي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې