کورافغانستانافغان ځواکونو له پاکستانه د وسلو لوی قاچاق کشف کړ

افغان ځواکونو له پاکستانه د وسلو لوی قاچاق کشف کړ

افغانستان نيوز۲۴: د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند ځني خېلو سیمه کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو منسوبینو د کشفي راپورونو پر بنسټ د وسلو او مهماتو یو لوی قاچاقي عملیات شنډ کړی دی.

په دې عملیاتو کې ۹۵ قبضې تفنګچې او ۲۵۰۰ فیره مرمۍ له دوو تنو قاچاق کوونکو سره یو ځای نیول شوي دي.
امنیتي سرچینې وایي چې یادې وسلې او مهمات په یوه الټو ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو، او هڅه کېده چې له پاکستان څخه افغانستان ته انتقال شي، خو د افغان ځواکونو له خوا په وخت کشف او ترلاسه شول.

دفاعي مسوولین ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونه خپلو دندو ته ژمن دي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې په ناقانونه توګه وسلې او مهمات هېواد ته داخل یا له هېواد څخه خارج کړي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې