
افغانستان نيوز۲۴: د “Women’s Rights First” په نوم د ښځو د حقونو یوې ادارې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د وروستیو اقداماتو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
یادې ادارې ویلي، په هرات کې د ښځو او نجونو د نیولو راپورونه، د اعتراض کوونکو پر وړاندې د زور کارول، او په کندهار کې د ښځو د تګ راتګ او تفریحي ځایونو ته د لاسرسي محدودیتونه د اندېښنې وړ پرمختګونه دي.
دغه سازمان زیاتوي چې دا ډول اقدامات د ښځو د ازادۍ او ټولنیز حضور پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو نښه ده او د بشري حقونو له اساسي اصولو سره په ټکر کې دي.
“Women’s Rights First” له اړوندو لورو غوښتي چې د ښځو اساسي حقونو ته درناوی وشي او د روان وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیول شي.
